د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند سيمې چې د تاجکستان هیواد سره ګډه پوله لري هر اړخیزه لیدنه او بررسي ترسره شوه !
نېټه :۱۶/۱۰/۱۴۴۳ .
دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري استول شوي رسمي پلاوي چې مشري یې د سرحدونو د څارنې معین مولوي احمد طه قادري کوله دسې شنبې په ورځ له غرمې مخکې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند سرحدي پوله بررسي او کوردیناټ کړه.
ددې بررسي پر مهال لومړی یاد پلاوي د امام صیب له مرستیال کمیسارمولوي عبدالرحمن سره ناسته تر سره کړه ،او د یاد بندر له لارې د تېرېدونکو مسافرو او ترانزیټي اموالو د لېږد لپاره د ښو سهولتونو په برابرولو بحث وشو.
همدا شان مولوي صاحب احمد طه قادري د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت د سرحدونو څارنې معین او ښاغلی غلام نبي صافی د سرحدونو د څارنې ریاست مرستیال او ور سره مل پلاوي دسې شنبې ورځې تر غرمې وروسته د کندز ولایت د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست له رئيس او کارکوونکو سره وکتل.
په سر کې ښاغلي د یاد ریاست رئیس احسان الله ثاقب دوزارت رسمي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک خپل کاري راپور قادري صاحب ته وړاندې کړ.
دسرحدونو د څارنې معین د خاورې، ارضي تمامیت او خلکو ته خدمت کول ایماني او وجداني دنده وبلله او د سرحدونو،قومونو او قبایلو چار ریاست کارکوونکو ته یی سپارښتنه وکړ ه چې د هیواد، خپلواکي او د اسلام مبارک دین ته دې خدمت کول خپل عادت وګرځوي.