د هرات اړوندو سيمو کې له ۱۳۹ کیلومټره پولې څخه لېدنه او ارزونه وشوه
۱۴۴۳ کال ۲۰ نېټه
هرات ولایت ته د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري لېږل شوي پلاوي شاوخوا دوه ورځې د دغه ولایت د کوهستان او غوریان په ولسوالیو کې د ۱۳۹ کیلومټره پولې څخه لېدنه او ارزونه وکړه.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي لومړی د اسلامقلعه له سرحدي کمیسار مولوي حضرتالله زعیم سره لېدنه وکړه او د یاد بندر له لارې د تېرېدونکو مسافرو او ټرانزیتي توکو د لېږد په برخه کې د ښو اسانتیاو د برابرولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
له دې پولې څخه د لېدنې پر مهال، د هرات ولایت د سرحدونو،قومونو او قبايلو چارو رئیس، د هرات والي ځانګړي استازي، د استخباراتو، سرحدي پولیسو، کانونو او پټرولیم استازو او د اسلامقلعه کمیسار هم د سرحدونو او قبایلو چاو وزارت پلاوي ملتیا کوله.
په دغه سفر کې د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت د جرګو د همغږۍ رئیس مولوي محمد اسماعیل غزنوي ۱۴۴۳/۷/۱۹ مه نېټه د تور غونډۍ بندر له مرستیال کمیسار سره هم په یاد بندر کې د لا نورو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
دغهراز، ښاغلي غزنوي په تورغونډۍ بندر کې د مېشتو قومونو له سپین ږیرو او قومي مشرانو سره هم لېدنه وکړه او له نږدې څخه یې د هغوی ستونزې واورېدلې.