اسلامي امارت د ټولو پرګنو او قومونو ګډ کور او مشترک نظام دی
په لغمان کي ولسي غونډې ته د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست وزير وينا
۱۴۴۳/۷/۴ شنبه
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نور الله نوري صاحب د لغمان ولايت د غونډو په تالار کې ددې ولايت له قومي مخورو او علماوو سره وکتل
د ولايت مقام په نمايندګي مولوي فيض محمد فيضي وزرير صاحب او ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه. ښاغلي فيضي وويل د لغمان ولس د تير ځل امارت پر مهال د محترم نوري صاحب د ولايت څخه ډير خوښ او راضي وو او شخصيت ته يې ځانګړی احترام او محبت لري. د ولايت د قومي مشرانو او علماوو له جملې څخه په خپل نوبت ښاغلي حاجي نبي سرور، ښاغلي مولوي عبدالله فرقاني، ښاغلي حاجي جميل او قومندان عبدالعزيز د خپلو سيمو او قومونو په نمايندګي ويناوې وکړې او يو شمېر ستونزې يې شريکې کړې، ټولو اسلامي امارت خپل ګډ نظام وباله او د عدالت، امن او رفاه او ترقي ته د اسلامي امارت ژمنتيا يې ددوئ تر لاسه شوی ارمان وباله.
او د نظام د تقويې لپاره د همکاريو وعده اود بقا او پايښت لپاره يې دعا وکړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کي د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي ملا نورالله نوري اسلامي نظام، اسلامي امارت او بې ساري امن د الله تعالی پيرزوينه او د ولس د بي دريغه قربانيو ثمره ياده کړه او زياته يې کړه چي دا نظام د ټولو پرګنو او ټولو قومونو مشترک نظام دی په اسلامي نظام کي نه يوازي د انسانانو بلکه د حيواناتو او نباتاتو حقوق مشخص او خوندي دي.
د لغمان خلکو ته په خطاب کي يې وويل: ستاسو ستونزې زما ستونز دي، موږ ستاسو حکمرانان نه بلکه خادمان يو. زموږ دروازې مو تل پر مخ پرانيستې دي.
ښاغلي نوري صاحب د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت موخې او اهداف تشريح کړل او ولسونو ته يې ډاډ ورکړ چي سرحدونه خوندي دی.
اوس هيڅ اجنبی نشي کولای پرته له قانوني مجوز د افغانستان خاورې ته داخل شي.
غونډه په دعا سره پاي ته ورسيده.