د پکتیا له والي سره ناسته!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۰ - ۱۰:۳۱

د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري نن په داسې حال کې چې د وزارت د عامه اړيکو او ښوونې او روزنې مسؤل ورسره مل و، د پکتیا له والي محترم مولوي صاحب حمزه سره ددغه ولايت په مقر کې وکتل

. په دې کتنه کې لومړی د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم نوري د خپلو ولايتي سفرونو د موخو په اړه رڼا واچوله وویل: لکه څنګه چې چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت يو ولسي وزارت دې او له ولسونو او قومونو سره له نږدې کارکوي، نو د وزارت لومړيتوب دی، کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړو، د خلکو ستونزې واورو او حل په موخه يې له اړوندو ارګانونو سره شريکې کړو، ښاغلي نوري دغه راز محترم مولوي صاحب حمزه ته بلنه ورکړه، چې په هغې ولسي غونډه کې برخه واخلي، چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه نن په ګرديز کې جوړيږي. ورپسې د پکتیا والي مولوي صاحب حمزه پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu