د جلالتماب ولسمشر د سولې لار نقشې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۹:۳۶
mobta

د عامه پوهاوي په دې ورکشاپ کې، چې نن پنجشنبې د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو او د بشري زېرمو ریاستونو له خوا جوړ شو، د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي، سلاکارانو، رئيسانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د ورکشاپ په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمدزي د جلالتمآب ولسمشر د سولې لار نقشې د کتاب ارزښت او سولې ته د افغان دولت ژمنتیا ته په اشارې سره وویل: لکه څنګه، چې سوله د ټولو افغانانو اساسي غوښتنه او ستره هیله ده، همداسې ولسمشر هم د سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي او د داسې سولې په لټه کې دی، چې پکې د ټولو افغانانو لاسته راوړنې د بیان آزادي، د خلکو په تېره بیا د ښځو حقوق او د ملي بنسټونو او ملي ارزښتونو ساتل شامل وي.

ښاغلي احمدزي وویل: په دې رساله کې څرګنده شوې، چې ولسمشر د سولې غوښتونکی او د موجود نظام د ساتلو په اړه کار کوي او له وسلوالو مخالفینو غواړي چې تلپاتې اوربند ته غاړه کېږدي او سولې ته حاضر شي دغه راز د ولسمشر ټینګار په دې دی، چې موږ د واک ساتل نه غواړو بلکې د موجوده نظام پایښت غواړو، چې د افغانانو په وینو جوړ شوی که د نظام په راس کې هر شخص راځي نو د ټاکنو له لارې به وي تر څو د ولس په خوښه وي.

ورپسې ښاغلي محمد یاسین پکتین هم د ولسمشر د سولې لار نقشې د رسالې د هدف او ارزښت په اړه خبرې وکړې د سیمینار له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په دې رساله کې مهم موضوعات له نورو عامو افغانانو سره هم شریک کړي.

وروسته ښاغلي استاد همت ذهیر د سولې د اړتیا، د اسلام له نظره د سولې د ارزښت او د سولې د لار نقشې په رساله کې د جلالتماب ولسمشر د وینا مهمو ټکو په اړه جامع پرېزنتېشن وړاندې او د سولې نقشې ترسلیک لاندې چاپ شوې رسالې د ورکشاپ په ټولو ګډون والو باندې ووېشل شوې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu