د داخلي تفتیش ریاست
مخینه:
د داخلی تفتیش ریاست د ۸/۱۷/ ۱۳۵۹ (۲۶۴۴) نمبر مصوبې پربنسټ د افغانستان د جمهوري دولت د وزیرانو د عالی شورا له خوا، چی د داخلی پلټنې دولتي او موسساتو د اداراتو د تاسیس په اړه ده، جوړشو.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو په وزارت کې د داخلی تفتیش عمومي مدیریت په لاندې ډول د لمړي بند پر اساس د (۸) نمبر مصوبې چې په ۱۱/۱۲/ ۱۳۸۴ نيټه د وزیرانو د عالی شورا لخوا تصویب او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ۱۳۸۴ کال په تشکیل کې رامنځته شو او په ۱۳۸۶ کال کې د داخلي تفتیش د څېړنې ریاست ته لوړ شو.
په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د ریاست عنوان بدل او د داخلي تفتیش په نامه ونومول شو
د دې ریاست په تشکیل کې د مالي او حسابي تفتیش آمریت، د څارنې او څېړنې لوی مدیریت، اجرایه مدیریت او له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو کارپوه شامل دي.
دغه ریاست د هېواد د نافذه قوانینو او تقنینی قوانینو په رڼا او د داخلي تفتیش د مقررې او د تفتیش د ستندرد تعلیمنامې سره سم د وزارت له ۱۱ مرکزي او ۳۳ دویمو واحدونو څخه روانه، راتلونکې او فوق العاده څېړنه او څارنه کوي.
د څارنې او څېړنې لوی مدیریت د هېواد د نافذو قوانینو په رڼا کې د پلټونکي رپوټونه تحلیل او څیړي او دغه راز له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو کارپوه د داخلي تفتیش ریاست له موظف هیئت سره د پلټونکي رپوټونه او له ادارو څخه کمي او کیفي کارشناسي کوی.