د پښتونخوا له سیاستوالو او فرهنګي شخصيتونو او د ملي شورا د دواړو مجلسونو له يو شمېر غړو سره کې کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له پښتونخوا او کویټې څخه له یوشمېر راغلیو سياسي مشرانو او د ملي شورا له د دواړو مجلسونو له یو شمېر غړو سره وکتل او د امن او ثبات ملي کنفرانس په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده، دغه کنفرانس د کب په ۱۷ مه او ۱۸ مه نېټه په کابل کې جوړ شي.