د خوست غلام خان بندر څخه ليدنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزير محترم محب الله صميم او ورسره ملګري پلاوي يي خوست ولايت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غلام خان بندر څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي صميم ددغه بندر پرانستل کیدل د افغانستان لپاره لوی اقتصادي پرمختګ وباله زياته يې کړه: اوس به له دې بندر څخه مرکزي اسيا او نورو هېوادونو ته ترانزيتي چارې ګړنډی شي، دغه پرمختګ به افغانستان د سوداګرۍ د پراختيا او اقتصاد په وده کې پر خان بسيا کړي.
د يادونې وړ ده، چې پرون د لومړي ځل لپاره د غلام خان بندر له لارې د ترانزیټي مالونو محموله ولېږدول شوه.