د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست چې د وزارت په اډانه کې یو مهم او له ارزښته ډک ریاست دی په خپل تشکیل کې درې مهمې برخې د خپرونو امریت، د عامه اړیکو لوی مدیریت او اجرائیه مدیریت لري چې په مستقیم ډول د ریاست تر هدایت لاندې خپلې چارې پرمخ وړي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په کورنیو او بهرنیو غږیزو، انځوریزو او چاپې رسنیو کې د وزارت مهمو موخو او فعالیتونو ته په ښه او غوره ډول انعکاس ورکوي چې د دولت او ولس ترمنځ يې مناسبه همغږي رامنځته کړې ده.

اوس مهال ددې ریاست په تشکیل کې دوه مجلې، جرګه مجله چې تر ډیره په پښتو ژبه خبرونه، تحلیلي مقالې، علمي او فرهنګي مطالب خپروي په دریو میاشتو کې یې یوه ګڼه په  ۳۰۰۰ تیراژو سره چاپیږي، ددې ترڅنګ د هموطن مجله هم په دریو میاشتو کې یو ګڼه په ۲۰۰۰ تیراژو چاپېږي چې په یو شمیر مهمو سیمه ییزو او ملي  ژبو پښتو، دري، بلوچي، اوزبیکي، نورستاني، پشه يي، ترکمني،شغناني، ګجري، ګواري او منجاني ژبو علمي مطالب او مقالې خپروي. ددې ریاست په تشکیل کې د چاپ، طبع، نشر او توزیع عمومي مدیریت هم یو مهم مدیریت دی چې د ټولو چاپ شویو مطالبو د چاپ، طبع، نشر او ویشلو مسوولیت په غاړه لري ددې ترڅنګ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو رسمي خبري، تحلیلي ناستو، ملي ورځو او غونډو د ترتیب، تنظیم ، جوړښت ، خپرولو او خبري پوښښ مسوولیت هم په غاړه لري. د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په خپل تشکیل کې د ویب سایټ مدیریت هم لري چې ددې ویب سایټ له لارې د وزارت ټول رسنیز فعالیتونه خپریږي د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست هرکال د هیواد د پیژندل شویو نوموتو فرهنګي شخصیتونو هغه کتابونه  او اثار چې علمي، فرهنګي، سیاسي او تاریخي ارزښت لري د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې چاپ او د لوستلو لپاره یې هیوادوالو ته وړاندې کوي.

د یاد ریاست له لوري دواړه چاپ شوې مجلې له چاپ وروسته په منظم ډول د چاپ، طبع ، نشر او توزیع عمومي مدیریت له خوا له ترتیب او تنظیم وروسته د هیواد ولایتونو او په کابل کې مرکزي واحدونو ته استول کیږي چې ترډیره ددې ریاست نشراتي برخه په ښه او په غوره ډول پرمخ روانه ده.