کندهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه حل شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۹:۳۷
شخړه

 

د کندهار ولايت په پنجوایي ولسوالۍ کې د کوچي قوم د دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې هغه دوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه، چې له امله يې يو کس په ډزو سره ټپي شوی او ګڼ مالي تاوانونه يې اړولي وو.

ياده شخړه د کندهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا عبدالباري رحماني په لارښوونو د کوچيانو چارو د سمون آمريت مسؤلينو له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې داسې مهال حل شوه، چې د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په شمول د دواړو کورنيو مشرانو پکې شتون در لود.

د جوړې شوې غونډې پرمهال مسؤلينو د اخوت او ورورولۍ په تړاو خبرې وکړې، ښکېل اړخونه يې سولې ته راضي او د يوې منصفانه فيصلې په کولو سره يې یاده شخړه پای ته ورسوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۵۰
Background image

(( په افعانستان کې اختلافونه د خارجي استخباراتو له لوري رامنځته شوی وو))

 

چهار شنبه ۱۹ربیع الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د شمال او شمال ‌ختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې اسلامي امارت په الهی نصرت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۳۶
Background image

پکتیا کې د شاوخوا ۱۹ کلونو په دوام يوې مرګوني دښمني پای وموند

 

چهار شنبه ۱۹ ربیع الاول ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په اريوب ځاځيو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه لسيزو په دوام هغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

له آقینې بندر او اړوندو سرحدي نقطو څخه لیدنه

 

سه شنبه ۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي عنایت الله شجاع د یوه هیئت په مشري فاریاب ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له. . .

BACK TO NEWS

User account menu