ځوانان د هېواد راتلونکي جوړونکي دي او کولای شي په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځته کړي!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمي وروسته د خپل کار په دفتر کې د ځاځیو له یوشمېر ځوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی نوموړو ځوانانو د ښوونې او روزنې او وزګارتیا په برخو کې د خپلو یو لړ ستونزو شریکولو ترڅنګ له موجوده نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم ځوانان د هېواد د راتلونکي جوړونکي وبلل، چې په ټولنه کې کولای شي مثبت بدلون راوړي همدا ځوانان به د سبا ورځې کدرونه او مشران وي.
د کتنې په وروستیو شیبو کې ځوانانو ښاغلي صمیم ته د نوي افغانستان د بنست اېښودونکي ستر احمد شاه بابا انځور هم ډالۍ کړ.