په کاپیسا، غزني او لوګر ولایتونو کې درې بېلابیلي شخړې هوارې شوې!

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۰:۵۲
شخړې

پنج شنبه ۲۴/۲/۱۴۴۶

په کاپیسا، غزني او لوګر ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ولایتي مسؤلینو په هڅو، د سیمه ییزو مشرانو او محلي اداراتو په منځګړیتوب تېره ورځ په دغو ولایتونو کې درې شخړې چې له امله یې یو تن مړ او (۳) نور ټپیان شوي وو، حل او په دوستۍ بدلې شوې. 

 د یادو شخړو له ډلې یوه یې د کاپیسا د مرکز زراعت کلي او د کابل د قره باغ ولسوالۍ د هوتکي کلي د دوو کورنیو ترمنځ (۲۱) کلنه دوښمني وه، چې له کبله یې یو تن مړ او یو تن ټپي شوی وو او د دواړو کورنیو ترمنځ یې لوی جنجالونه جوړ کړي وو. دغه دوښمني تېره ورځ د محلي مسؤلینو، علماوو او ولسي مشرانو په ستړیا د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه او ښکېلو لوریو یې روغې جوړې ته غاړه کېښوده. 

همدارنګه د غزني په ناور ولسوالي کې د کوچیانو د دوو خېلونو ترمنځ د څړځایونو پرسر څه موده وړاندې رامنځته شوې شخړه چې دواړو خواوو یې پر سر اختلافات درلودل د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مشرانو په هلوځلو، د ساحې او اسنادو له نظارت او کتنې وروسته د یوې ناستې پرمهال حل شوه او په دې اړه د دواړو خواوو حقوق خوندي شول.
 
دغه راز په لوګر ولایت کې څو ورځې وړاندې د موټرسایکل او موټر د ټکر له امله پېښه شوې شخړه چې دوه کسان پکې ژوبل شوي وو او د سیمې خلکو له یوه لوري څخه موټر د جریمې په توګه توقف کړی و، تېره ورځ ملامت لوري د یوې روغې جوړې او مرکې په ترڅ کې د یاد ریاست د مسؤلینو او قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب د ټپیانو کورنۍ ته مرکه وکړه چې د مرکچیانو د درنښت په خاطر د ټپیانو کورنۍ مقابل لوري ته بښنه وکړه او یو بل ته غاړه غړۍ شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu