په پکتیا ولایت کې ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه خلکو د ستونزو د تشخیص او تثبیت په موخه کمېټه جوړه شوه!

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۱:۴۵
پکتیا ولایت کې کمېټه

دوشنبه ۲/صفر المظفر/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ ډیورنډ فرضي کرښې او نورو سرحدي پولو ته د څېرمه ولایتونو په اطرافي ولسوالیو کې د خلکو د لومړنیو ستونزو د تشخیص او تثبیت لپاره د کمېټې د جوړېدو په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ.
ښاغلي نوري د دغه سفر پر مهال د پکتیا ولایت د مرستیال والي مولوي انعام الله "صلاح الدین" په شمول د کلیو پراختیا او بیا رغونې، اوبو او انرژي، عامې روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، ټولګټو چارو، پوهنې او سرحدونو او قبایلو چارو ریاستونو له رئیسانو او د سرحدي ولسوالیو له ولسوالانو او په یادو ولسوالیو کې د دفاع وزارت له مسؤلینو سره ناسته وکړه، د ناستې په ترڅ کې یې د مرستیال والي په مشري د یادو ارګانو له مسؤلینو څخه ګډه کمېټه جوړه کړه او دنده یې ورته وسپارله چې ډېورنډ فرضي کرښې ته په څېرمه ولسوالیو کې د خلکو اړینې ستونزې تشخیص او تثبیت کړي.

ښاغلي نوري ګډونوالو ته د ناستې په ترڅ کې د مشرتابه مقام حکم روښانه کړ او د غونډې له ناستو مسؤلینو څخه یې د اطرافي ولسوالیو د خلکو د ستونزو د تشخیص او تثبیت په برخه کې د شفافیت غوښتنه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه " په تېر شل کلن جهاد کې دې خلکو له موږ سره مرسته کړې ده جهاد یې راسره کړی دی، اوس زموږ مسؤلیت دی چې خدمت یې وکړو او ضروري ستونزې یې حل کړو"

د نوري له دي سفر وروسته به د دغو کمېټو د کارونو په پایله کې د ډېورنډ فرضي کرښې او په سرحدي ولسوالیو کې د خلکو مشکلات تشخیص او په نښه شي او عملي کارونه به یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوې ځانګړې کړنلارې په اساس پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د یاد حکم پر اساس په کنړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې هم ورته کمېټې جوړې شوې دي، چې عملا هغلته د اطرافي ولسوالیو د خلکو ستونزې تشخیص او تثبیتوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu