په پلازمېنه کابل کې د خوشحال خان لېسې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو څارنه

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
عکس امتحان رحمان با با

 

چهارشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست يو لوړ رتبه هيئت د ياد وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسې د زده کوونکو څخه د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو د اخېستلو پرمهال څارنه ترسره کړه.

د ازموينې د دې څارنې پرمهال د خوشحال خان عالي لېسې د رهبرۍ غړو، استادانو او زده کوونکو سره په يو لړ ښوونېزو موضوعاتو خبرې وشوې او د وزارت لخوا د ورغلي پلاوي له لوري خپلو مسؤليتونو ته وهڅول شول، همدا راز مسؤلينو د ازموينې د روڼتيا پر بهير ټينګار وکړ او د زده کوونکو له لوري د اسلامي فرهنګي لباس په مراعت کولو يي خوښي څرګنده کړه.

په پای کې د زده کوونکو د برياليتوبونو په پار هغوی ته د غوره کاميابي دعا وشوه او د عصري زده کړو په برخه کې تري د ښو لاسته راوړنو هيله څرګنده شوه. دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره ورځ د خوست ولايت د قبايلو لېسې د زده کوونکو د ازموينو له بهير هم ورته څارنه ترسره شوي وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu