په ولسي جرګه کې د کندوز ولایت د خلکو له استازې سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن مازديګر په ولسي جرګه کې د کندوز ولایت د خلکو له استازې اغلې نيلوفر جلالي کوفي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد په روانو حالاتو، ملي یووالي، د سولې په ټینګښت، سياسي ثبات، د قومونو په انسجام او په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.
