په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازې سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازې اغلې انیسې عمراني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د هېواد په روان وضعیت، د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخه کې د خلکو د استازو د رول، د ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړې زمینې برابرولو، د قومي شخړو په حل کې د وزارت د فعالیتونو، د تلپاتې اوربند او یو لړ نورو علاقې وړ مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.