په نورستان ولایت کې د څه باندي دوه لسيزو اوږده شخړه حل شوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۲
شخړه

 

 سشنبه ۱۴ رجب ۱۴۴۶

د نورستان ولايت کامدېش ولسوالۍ په ګور دېش سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۲۶ کلونو هغه اوږده شخړه هواره شوه، چې له دواړو لوريو پکې دوه تنه وژل شوي، د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپيان شوي او ترمنځ يې ژور اختلافات موجود وو.

د نورستان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په مشرۍ، د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب لومړی له دواړو لوريو اختیار لیکونه واخیستل شول او د حل په موخه يې عادلانه فيصله وړاندې شوه، چې دواړو لوريو له رضايت وروسته  يوبل ته د ورورۍ غيږې ورکړې او په همدي توګه يې ياده شخړه حل او فصل شوه.

ښکېلو خواوو په تېره دښمنۍ د پښېمانۍ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي او يو بل ته به هېڅ ستونزې او خنډونه نه جوړوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۲
Background image

په نورستان ولایت کې د څه باندي دوه لسيزو اوږده شخړه حل شوه

 

 سشنبه ۱۴ رجب ۱۴۴۶

د نورستان ولايت کامدېش ولسوالۍ په ګور دېش سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۲۶ کلونو هغه اوږده شخړه هواره شوه، چې له دواړو لوريو پکې دوه تنه وژل شوي، د يوې ښځې په ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۵۱
Background image

په نمیروز او بلخ ولایت کې د محلي مسؤلینو په ستړیا دوه شخړې او په دوستۍ بدلې شوې

 

دوشنبه  ۶/۷/۱۴۴۶
د نمیروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، دیني عالمانو او سیمه ییزو متنفذینو په منځګړیتوب او هڅو د زرنج ښار د توجک کلي د دوو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالي کې د پښتنو، تاجک او ازبک قومونو تر منځ د ځمکو پر سر جنجال پای وموند.

د

چهارشنبه ۸ رجب ۱۴۴۶

د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالي کې د پښتنو، تاجک او ازبک قومونو د ځمکو پر سر جنجال رامنځته شوی وو، چې تر دې وړاندې هم د رئیس الوزراء حاجي ملا محمد حسن. . .

BACK TO NEWS