په لغمان کې ۴ کلنه او باغیس کې هم یو شخړه حل شوه

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۱۶
په لغمان کې ۴ کلنه او باغیس کې هم یو شخړه حل شوه

۱۰ صفرالمظفر ۱۴۴۷هـ.ق د لغمان ولایت د دولت‌ شاه او د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویمي واحدونو په هڅو، دوې اوږدمهاله شخړې په دوستۍ بدلې شوې. لومړی د لغمان دولت‌ شاه ولسوالۍ کې هغه شخړه چې شاوخوا څلور کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د مالدارۍ پر سر رامنځته شوې وه چې له امله یې له مقابل لوري یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت، سیمې د سپین ‌ږیرو او دیني علماوو په هلو ځلو هواره شوه. بل‌ خوا د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ کې هغه قومي شخړه چې د دوو کورنیو تر منځ یې ژور اختلافات را پیدا کړي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده، دواړه کورنۍ د اخوت او اتفاق په تغر راټولې شوې، یو بل ته ‌یې بښنه وکړه او د کرکې ترخې خاطرې یې د مهربانۍ او ورورولۍ په خوږو لحظو بدلې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu