په زابل کې د دوو قومونو تر منځ شل کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۱:۳۶
Mobta

۱۶/۱/۱۴۴۴

د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوو قومونو  ترمنځ د ځمکو پر سر را منځته شوې شخړه د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي سپین ږیرو په همغږي او هلو ځلو حل او په دوستي بدله شوه.

یاده شخړه چې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې یې جریان درلود او  له کبله یې یو تن وژل شوی و نن د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه.

په یادو مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد کریم سحر اخندزاده، د ولایت مقام، د علماوو شورا استناف محکمې مسؤلینو او د دواړو لوریو قومي مشرانو حضور درلود.

په پیل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي سحر اخندزاده د اسلام د مبارک دین په رڼا کې د سولې په ارزښت او دښمنيو پر بدو عواقبو خبرې وکړې او له سلا مشورو کولو وروسته یې د مرکې له سپین ږیرو سره په ګډه د دوی تر منځ پرېکړه وکړه چې دواړه لوري یې په منلو راضي شول او یو بل ته په خوښي غاړه غړۍ شول.

د یادونې وړ ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هیواد په ټولو ولایاتو کې د قومونو تر منځ د شخړو په حل کې خپل چټک ګامونه اخلي او د منازعاتو د حل د کمیسیون له لاري د خلکو لویې شخړې د دودیزو جرګو او مرکو له لارې حل کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu