په روزګان ولایت کې د دوو قومونو تر منځ د نژدې درې لسیزو شخړه پای ته ورسېده

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۰:۱۹
شخړه

 

سه شنبه ۱۴۴۶/۶/٢٩

د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د سرۍ په کلي کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او ولایتي ادارې په هڅو د دوو قومونو تر منځ د شا وخوا درې لسیزو شخړه داسې مهال حل شوه چې پر مهال یې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، مل پلاوي، محلي مسؤلینو او سلګونو عامو خلکو حضور درلود.

ښاغلي احمد غونډې ته په خپله وینا کې وویل: دا ډېر د خوشالۍ ځای دی چې افغانان وروسته له څلوېښتو کلونو د اتحاد او یووالي په لور روان دي او خپلمنځۍ بدبینۍ او شخړې له منځه وړي، نوموړي همدا راز د شخړو او خپلمنځي اختلافونو د بدو عواقبو په اړه تفصیلي خبره وکړه او له طرفینو یې مننه وکړه چې دې د خیر کار ته یې غاړه ایښې ده.

ورپسې قومي مخورو او علماوو راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او زیاته یې کړه چې اوس لله الحمد د اسلامي نظام په راتګ سره افغانان هغه اصل ته ستانه شوي دي چې له مخې یې په ټولنه کې بدۍ او بدبختۍ ختمېږي، دوی په خبرو کې د سولې او اتحاد په اړه هم هر اړخیزې خبرې وکړې او مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چې د نورو داسې قضیو په حل کولو کې به هم خپل کوشش کوي.

په پای کې طرفینو ته فیصله ابلاغ شوه او دواړو لوریو قناعت ورباندې وکړ او خپلمنځي شخړه يې پای ته ورسوله، دوی د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د ولس تر منځ داسې لویې او قومي شخړې حل کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu