په بلخ ولایت کې پېښه شوې شخړه حل شوه
د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ په قرشي ګک کلي کې د درېوو کورنيو تر منځ د ميراث پر سر پېښه شوې شخړې د حل په پار د ياد ولايت د سرحدونو ق.ق چارو رياست مسؤلينو، د شخړو د حل کمېسیون غړو، ځايې مخورو او قومي مشرانو په گډو هڅو ښکيلې کورنۍ دې ته وهڅولې چې په خپلو کې سره کېني او پېښه شوې دښمنې ته د حل لار وموندي.
په همدې مناسبت ټاکل شويو منځګړو چې مشرۍ يې د بلخ ولايت د سرحدونو ق.ق چارو رياست مسؤلينو کوله له ښکېلو کورنيو سره يې جلا جلا ناستې وکړې او دوی يې روغې جوړې ته چمتو کړل او خپله فيصله خط يې د يادې شخړې د حل په برخه کې اعلان کړ چې په پايله کې يې پېښه شوې دښمني حل او ښکېلو کورنيو په ياد فيصله خط قناعت وکړ .
د يادونې وړ ده چې د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت دويمي واحدونه تل په دې هڅه کې دي چې قومي او سیمه ییزو ستونزو ته رسیدګي وکړي تر څو په ټولنه کې د ناخوالو مخه ونیسي.