په بامیان ولایت کې د ماین له خطرونو څخه د مخنیوي پروګرام ترسره شو

mobta-af
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۴:۴۵
Mobta

۱۴/۲/۱۴۴۵

په بامیان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت سره د جینوا کال همکارې مؤسسې له لوري ۱۰ تنو کلیوالو او ۱۰ تنو کوچي ځوانانو ته د ماین د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د دغه پروګرام د لومړۍ ورځ په پیل کې د یادې مؤسسې د موخو او پېژندنې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول او د دواړو ورځو په جریان کې د ماینونو ډولونه، د ماین د خطرونو او د ماین لرونکو ساحو په اړه عامه پوهاوی تر سره شو. د یادې مؤسسې صحي برخې مسؤل ډاکتر له پورته حالاتو سره د مخ کېدلو په صورت کې د لومړنیو کومکونو په اړه عملي او تیوري معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده چې یاده مؤسسه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سره په همغږۍ د هیوادوالو تر منځ د شخړو په هواري، د کوچي او لري پرتو سیمو د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu