په بامیان ولایت کې د ماین له خطرونو څخه د مخنیوي پروګرام ترسره شو
۱۴/۲/۱۴۴۵
په بامیان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت سره د جینوا کال همکارې مؤسسې له لوري ۱۰ تنو کلیوالو او ۱۰ تنو کوچي ځوانانو ته د ماین د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د دغه پروګرام د لومړۍ ورځ په پیل کې د یادې مؤسسې د موخو او پېژندنې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول او د دواړو ورځو په جریان کې د ماینونو ډولونه، د ماین د خطرونو او د ماین لرونکو ساحو په اړه عامه پوهاوی تر سره شو. د یادې مؤسسې صحي برخې مسؤل ډاکتر له پورته حالاتو سره د مخ کېدلو په صورت کې د لومړنیو کومکونو په اړه عملي او تیوري معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې یاده مؤسسه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سره په همغږۍ د هیوادوالو تر منځ د شخړو په هواري، د کوچي او لري پرتو سیمو د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي.