په باميان ولايت کې ۱۵ کلنه بدی په دوستي بدله شوه

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۳۹
عکس

سه شنبه ۱۵ ذوالقعده ۱۴۴۶

د باميان ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ د يو لړ سوداګريزو مسايلو پر سر راپورته شوې ۱۵ کلنه بدي د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو، قومي مشرانو او سيمه ييزو خلکو په همکارۍ پای وموند.

په همدې مناسبت د را بلل شوې غونډې ګډونوالو ته مسؤلينو په خپلو خبرو کې د بديو او تربګنيو په ناوړه پايلو معلومات وړاندي کړل او ښکېل اړخونه يې دې ته راضي کړل، چې له دښمنې لاس واخلي او د سولې ژوند ته مخه کړي.

په پای کې جرګه کوونکو مشرانو له پوره تحقيق او څېړنو وروسته د اسلامي شريعت په رڼا کې فيصله واوروله، چې د ښکېلو خواوو د پخلا کېدو سبب شوه او په همدې سره يې يو بل ته د خوښۍ غاړې ورکړې

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu