نن مو هېواد په هره برخه کې بنسټیز پرمختګ کړی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې زموږ پر هېواد یو ځل بیا تېره ترخه تجربه تکرار کړي

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۹:۵۵
mobta

هغوی چې دلته قوي نظام، د هېواد پرمختګ او په ټوله کې د هېوادوالو ښه ژوند نه غواړي په دې ورستیو کې منفي تبلیغات کوي او له پرمختللي، پر خپلو پښو ولاړ او ودان افغانستان څخه وېره لري.

زما پیغام دوی ته دا دی، چې افغان ولس، نظام، زموږ زړورو امنیتي ځواکونو او ملي بنسټونو خورا زیات او د پام وړ پرمختګ کړی. افغان انسان او افغانستان به بیا شاته نه ځي او لا پرمختګ به کوي.

پر ولسونو غږ کوم، چې د خپلو امنیتي _ دفاعي ځواکونو بشپړ ملاتړ وکړئ او د دې بې رحمه او پرمختګ ضد دښمن پر وړاندې سره یو غږ او منسجم شئ.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu