له زابل، بغلان او فارياب وروسته نن په جوزجان ولايت کې د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه ترسره شوه

khoram2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۱:۴۹
ناسته

شنبه ۲۵/۳/۱۴۴۶

په دغه ولسي غونډه کې د ولایتي ادارې د مشرانو تر څنګ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني، د جوزجان ولايتي مسؤلينو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی وو.

د دغې غونډې پر مهال د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد ګډونوالو ته وويل: افغان با وقاره ولس څوڅو ځله کفري ځواکونه مات کړل، انګريزان، روسان او د امريکا په مشرۍ يې د ناټو قوتونو ته چې د دې خاورې د اشغال لپاره يې حشر کړی و په ګونډو کړل. نوموړي همدارنګه وويل: له اشغالګرو سره یوځای هغه خلک هم وتښتېدل چې د دوی په لمسون يې خپل قوم او افغانيت پرېښود. په دې سره د ټولنې فاسد قشر ټول او له هیواده و وت چې لله الحمد اوس اصلي افغانان ټول د سولې په ټغر ناست دي.

د یادې ولسي غونډې په ترڅ کې د جرګو رئيس شيخ حضرت ولي حقاني هم خبرې وکړې ویې ويل: افغانستان د قوي امپراتوريو څخه را تير شوی هيواد دی، د وخت هر دښمن ته يې غاښ ماتوونکی شکست ورکړی، ځانونه يې قرباني کړي، د ازادۍ او خپلواکۍ ژوند يې غوښتی او د خپلو سرونو په نظرانه يې د کفارو له وحشتونو دا وطن ساتلی دی. په ناسته کې د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر د خپلو خبرو پرمهال زیاته کړه: د اميرالمؤمنين حفظه الله له لوري په جګړه کې ښکېلو لورو ته له فتحې وروسته د عمومي عفوې هدف د جګړې پاي او د ولسونو اتحاد ياد و، چې د الله په فضل اوس ټول په اتحاد د وروڼو په څېر ژوند کوو.

قومي مشرانو په خپلو خبرو کې دا د اسلامي نظام برکت ياد کړ، چې نن ولسونو ته په يوه سترګه کتل کيږي، تبعيض نشته، ستونزې يې اوريدل کيږي، تر لوړ رتبه مسؤلينو رسيږي او د حل په لارو يې کار کيږي قومي مخورو په ځينو برخو کې د رغنيزو کارونو غوښتنه هم وکړه چې پکې د سړکونو، پلچکونو او ښوونځيو رغونه او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول ياد کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu