د کوچیانو عالي نمونوي لېسې لنډه مخینه:

د یادې لېسې د بنسټ ډبره په ۱۳۹۶ لمریز کال کې  د کوچیانو بچیانو ته د زده کړې زمینې د برابرولواود متوازنې ښوونې اوروزنې په منظور هرات ولایت کې د کوچیانو چارو مستقیل ریاست په تشکیل کې کېښودل شوه او په ۱۳۹۸لمریز کال یې فعالیت پیل کړ.

د افغانستان د اسلامي امارت په بریالیتوب سره د کوچیانو چارو عمومي ریاست، د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت سره یو ځای شو یاده نمونوي لېسه هم وزارت پورې اړوند شوه چې تر اوسه فعالیت کوي او دا مهال (۳۰۵) تنه زده کوونکي لري.

تشکیل یې (۳۲) تنو ته رسیږي له جملې یې (۷) تنه اداري کارکوونکي، (۱۷) ښوونکي او (۸) تنه یې خدماتي پرسونل دی.

روغتیایي برخه:

یاده نمونوي لېسه کې یو تن ډاکټر روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، درمل اونور اړتیا وړ روغتیایي مواد د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت له خوا برابریږي.

تدریسي، اداري او لیلیه  برخه:

لېسه کې د پوهنې وزارت د درسي میتود اونصاب پر اساس تدریس کېږي، مطبوع او غیر مطبوع مواد او شهادتنامې هم د پوهنې وزارت پورې اړه لري.ښوونکي یې د پوهنې وزارت په موافقه د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت له خوا ګمارل کېږي. نوموړې لېسه (۶) درسي او (۷) لیلیه خونې لري.خوراکي اولوژیستکي مواد یې پر ټاکلي وخت د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت اکمالوي، لیلیه چارې یې د مدیر او دوو تنو ښوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي.

ورزشي برخه:

د زده کوونکود فزیکي وړتیا د پیاوړتیا لپاره د لېسې د مسؤلینوپه هڅو د فوټبال، فوتسال، باسکیتبال ا و کرکټ لوبډلې فعالې اوپه دې برخه کې اسانتیاوې شتون لري.