د کندز ولايت د سرحونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس د کوچيانو له قومي مخورو او سپين ږيرو سره وکتل

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۲۱:۱۶
mobta

١٤٤٤ د ربيع الاال ٨مه

یاده غونډه نن ورځ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د جرگو په تالار کې تر سره شوه، چې پر مهال یې د کوچیانو قومي سپین ږیرو او مشرانو حضور درلود، د غونډې په جریان کې یوه تن ګډونوال ښاغلي شير محمد کوچي په خپله سيمه کې کوچي قشر ته د پيژندپاڼو د وېش او څړ ځايونو په اړه شته ستونزې له ښاغلي ثاقب سره شریکې کړې، نوموړي وړانديز درلود چي رياست دې د يادو ستونزو د حل په موخه کړندي گامونه پورته کړي. وروسته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي احسان الله ثاقب کوچي قومي مشرانو او سپين ږيرو ته ژمنه وركړه چي د څړ ځايونو پر سر معضله به په دقيق ډول څېړي، عادلانه قضاوت به كوي او د کوچيانو نورې شته غوښتنې به تر اړوندو ادارو پوري رسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu