د ولسي ستونزو حل او په همغږي کې یې د مسؤلینو پاملرنه!

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۲:۲۱
ناسته

دوشنبه ـ ۲۴/۱۲/۱۴۴۵

په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې د ولسي ستونزو د حل او همغږي په موخه د جوړو شویو کمېسیونونو مسؤلینو او استازو تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر او ټاکل شوي هیئت سره د یوې ناستې پر مهال په یادو ولایتونو کې د ولسي همغږۍ او سیمه ییزو ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ او په دغه برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.  

دغه کمېسیونونه څه موده وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او ټاکل شوي هیئت له لوري په یادو ولایتونو کې د ځایي خلکو او کوچیانو ترمنځ د کرنیزو ځمکو، څړځایونو او لویو لارو پر سر د اختلافاتو او سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه ټاکل شوي وو، چې تېره ورځ یې په دواړو ولایتونو کې د ښکېلو لوریو او ولسونو ترمنځ د موضوعاتو د هواري او ولسي همغږۍ په برخه کې د ترسره کړیو خدمتونو معلومات وړاندې کړل. د کمیسیونونو استازو، مؤظف هیئت ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د ځینو اسانتیاوو د ایجاد غوښتنه یې وکړه. 

یاد هئیت چې د ریاست الوزراء له لوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر الحاج ملا نورالله نوري په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت اداري معین مولوي رحمت الله حاجي نجیب، د کرنې وزارت استازي مولوي محمود مظلوم، د استخباراتو ریاست استازي مولوي اخترشاه هاشمي، د قضاء او څارنوالي استازي مولوي شمس الدین شریعتي او د ښار جوړونې وزارت استازي په ګډه همکارۍ جوړ شوی و، د یادو کمیسیونونو له ستړیاوو یې مننه وکړه او په هره برخه کې یې د پوره همکاري اطمینان ورکړ. په دغه ناسته کې د یاد وزارت اړوند د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس مولوي ګل زرین کوچي او د مقام د دفتر رئیس مولوي نیاز محمد تقي هم حضور درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۸:۲۹
Background image

د وزارت له کارکوونکو څخه د رسول الله ﷺ د سیرت د کتاب ازموینه واخیستل شوه

 

یکشنبه، ۳۰ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د دعوت او ارشاد عمومي ریاست د مکتوب پر بنسټ او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د قدرمنې رهبرۍ په تایید، نن د ۱۴۴۸/۳/۳۰ نېټه، د یاد وزارت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

 هلمند کې د شاوخوا يو کال په دوام رامنځته شوې بدي حل شوه

 

شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوی اکرام الدین بصیري په مشري د ديني عالمانو، متنفذينو او مخورو په دوامداره هڅو د دغه ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۵۰
Background image

په پکتیا کې  د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه قومي بدی پای ته ورسېده

 

شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ اړوند د خرکي کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷کلنه قومي بدي، چې  له امله یې یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu