د وزارت نوى سلاکار معرفي شو
دوشنبه، ٢٦ ربيع الثاني ١٤٤٤
ښاغلي شفيع الله محمدى د وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام ۱۴۴۴/ ٤/ ٢٤ نېټې د (١٢٤٤) حکم پر اساس په دوم بست کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو د سلاکار په توګه ټاکل شوي د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته ورو پېژندل شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه. د ياد وزارت يو شمير چارواکو او کارکوونکو ګډون کړی و.
غونډه دعظیم الشان قرآن د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د مقام د د فتر رئیس ښاغلي حضرت ولي حقاني هر اړ خیزه وینا وکړه. وې ویل هیله مې داده چې موږ ټول پخپل وظیفوي ژوند کې د مثبت بدلون په اړه فکر وکړو هغه بدلون چې ورته اړتیاده او د اسلامي امارت د اميرالمومنين ، حالاتو او ولس غوښتنه ده هغه همداراز ښاغلي شفيع الله محمدى ته یې د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله له همکارانو یې وغوښتل چې همکاري ورسره وکړي.