د وزارت د اداري تعمیر داوطلبي:
Publish Date
Closing Date
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د وزارت د اداري تعمیر د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د ګډون شرطپاڼه په انلاین توګه د ملي تدارکاتو له ویب پاڼې (https://tenders.ageops.af) او یا یې چاپ شوی نقل د یاد وزارت له تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره یې ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه بیا د چهارشنبه ۹/۲/۱۴۰۵ هـ ل نېټه چې د آفرونو د تړنې وروستۍ ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي.
د یادونې وړ ده، چې د غوښتن پاڼې د بانکي تضمین او یا هم(۸۶۰۰۰) شپږ اتیا زره افغانیو په اساس ترسره کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي) ۹/۲/۱۴۰۵مه نېټه د چهارشنبې په۱۰:۰۰ بجو ترسره کېږي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان
