د وزارت خالي بستونه به د وړ او په کار پوه کسانو د ګمارني په موخه ازاد رقابت ته وړاندې شي
یکشنبه ۲۸ربیع الثانی۱۴۴۵
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بشري زیرمو رئیس ښاغلي مولوي کریم شاه تیلوي نن پخپل کاري دفتر کې د چارو ادارې د بېلابېلو برخو له مسؤلینو سره د وزارت د خالي بستونو د اعلان په موخه وکتل.
د کتنې په پیل کې د چارو له ادارې څخه راغلو استازو د اداري چارو د سمون او اصلاح په اړه خبرې وکړې ټینګار یې و کړ چې په همدې موخه باید د وزارت خالي بستونه له دې وروسته ازاد رقابت ته وړاندې شي.
ورپسی د بشري زیرمو رئيس ښاغلي تیلوي د یادې موضوع په اړه خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې د ازاد رقابت له لارې به وکولای شو چې په ټولو تخنیکي او مسلکي بستونو کې وړ کسان په کار و ګمارو دا به له یوې خوا د ځوانانو لپاره د کار موندې او له بل لوري به د اړوند چارو د پرمختګ سره مرسته وکړي او دغه راز به د وزارت چارې پرته له خنډ او ځنډ څخه پرمخ ولاړې شي.