د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې کوچیانو او ځایي خلکو ته پراختیایي پروژې پلي کېږي

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۱:۲۸
عکس

 

یکشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق د ذي‌القعدې ۱۲مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې له مرستیال سید محمد پاچا او د اړیکو مؤسسې له مسؤل احمد رحیم خوستي سره د همکاري  تفاهم‌ لیکونه لاسلیک کړل.

د دغو تفاهم ‌لیکونو پر بنسټ، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د روغتیا، زراعت، غذایي مصؤنیت، څښاک اوبو، او د بې ‌سرپناه ماشومانو د ساتنې په برخو کې پراختیایي پروژې پلي شي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږي معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد ټینګار وکړ چې اړوندې مؤسسې دې د خلکو ستونزې را ټولې کړي او د اړتیاوو پر بنسټ دې خدمات ورته وړاندې کړي. 

همدا راز د مؤسسو مسؤلینو د خپلو کاري استقامتونو په اړه د غونډې له ګډونوالو سره مفصل معلومات شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې په  اړینو برخو کې به ډیر ژر خلکو ته د خدماتو د رسولو په برخه کې د هېواد په مرکزي او سرحدي ولایتونو کې ګډې فعالیت پیل کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu