د هېواد د بېلابېلو اقشارو منسجم کول د وزارت لومړیتوب دی!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۰:۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو مهمو دندو ترڅنګ دې ته لومړیتوب ورکړی، چې د افغانستان د مېشتو درنو قومونو، مخورو، دیني عالمانو او ټولنیزو فعالانو ترمنځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سترو ولسي غونډو او جرګو له لارې انسجام رامنځته او ترمنځ یې اړیکو ته لا نوره هم پراختیا ورکړي، ترڅو وکولای شي په یووالي، انسجام او اتفاق سره د خپل اسلامي جمهوري دولت ترڅنګ له ملي موخو او ملي ارزښتونو څخه په ګډه ساتنه او پالنه وکړي.

وزارت د یوې ولسي ادارې په توګه تل هڅه کړې، چې خلک د نظام او ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو ملاتړ ته راوبولې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu