د نیمروز ولایت د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۹:۳۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل، او د دوی ستونزې یې له نږدې واورېدې.

په دې کتنه کې یادو مشرانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو تر څنګ، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محب الله صمیم یومجرب کدر وباله او نمیروز ولایت یې ته د نوموړي له سفر څخه مننه وکړه، چې له خپلو ولسونو سره یې له نږدې وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې نوموړو وویل: د قومي مشرانو او مخورو غوښتنه داده، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه په همکارۍ د نظام د پایښت، سولې او ملي یووالي د ټینګښت، د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.

دغه راز قومي مشرانو ډاډ ورکړ، چې له وزارت سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، په ګډه به د نظام د بقا لپاره کار وکړي او د وزارت په ټولو جرګو کې به فعاله ګډون وکړي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د یادو مشرانو له ملاتړ او سلا مشورو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د یو مهم ولسي وزارت په توګه دنده لري، چې هر وخت د خپلو ولسونو ستونزې او سلامشورې واوري، هڅه به وکړم چې د قومونو منځ ته ورشم، سره منسجم یې کړم، د نظام، جمهوریت، د هېواد د ملي ګټو او ملي ارزښتونو ملاتړ ته یې راوبولم.

په پای کې ښاغلي صمیم یادو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ، چې یاد ولایت ته مو د راتګ موخه ستاسو قومي مشرانو او مخورو ستونزو اورېدل دي، چې انشاالله په ګډه به ورته د حل لارې چارې پیدا کړو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu