د مقام د دفتر رئیس د وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وړاندې کړ

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۸:۳۷
اصلاحي بیان

یکشنبه /۲۵/ذوالقعدة /۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس الحاج مولوي نیاز محمد تقي د یاد وزارت کارمندانو او مسؤلینو ته د اسلامي عقیدې، اخلاص او مسؤلیت اړوند اصلاحي بیان وړاندې کړ چې پر مهال یې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مفتي شفیع الله ثاقب او نورو مسؤلینو هم حضور درلود. 

د دغې ناستې په وخت کې د دفتر رئیس ښاغلي تقي د ټولو دنیوي امورو د ترسره کولو په وخت کې د نیت سمون اړین وباله او ویې ویل چې د ټولو عملونو ثواب په نیت پوري اړه لري، نو موږ او تاسې ته په کار ده چې هر کارونه مو د الله تعاليﷻ د رضا په نیت وکړو تر څو هم دنیوي او هم اخروي ګټه پرې مرتبه وي. 

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل: موږ او تاسې ته الله تعالیﷻ داسي یو نظام راکړی چې خپل ملت د اسلام مبارک دین ته را بولي، د دې نظام د هر کارکوونکې په شکل کې اوس د نبی علیه السلام څېره ښکارېږي ځکه دې خلکو د هغه ﷺ ټول سنتونه عملي کړي چې دا په دې خاوره د الله تعالی ﷻ یو لوی احسان دی. هغه زیاته کړه: اسلامي امارت لکه څنګه چې د ملت نورې ګټې یې خوندي کړي، امنیت یې تأمین کړی، پروژې یې عملي کړی او اسلامي نظام یې قائم کړی تر څنګ یې د دې نظام چلونکو ته د معنوي تزکیې پروګرامونه هم په لاره اچولي دي، چې د دعوت او ارشاد او امر بالمعروف یې ښې بېلګې دي. 

د مقام د دفتر رئیس په اخلاص د کارونو ترسره کولو ترڅنګ ټینګار وکړ چې مسؤلین دي خپلو دندو ته پوره پاملرنه وکړي ځکه چې په اسلامي نظام کې ډېر کوچنی مسؤلیت هم ستاسې لپاره یو ستر وقار دی او په تقوا سره ترسره کول یې د الله ﷻ د رضامندي سبب کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu