د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست

mobta

د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چې پخوا آمریت و،  په ۱۳۹۵ کال کې ریاست ته لوړ شو، موخه یې  کارکوونکو ته په ټکنالوژيکي او معلوماتي چارو کې د غوره انټرنتي اسانتیاوو برابرول دي.

د ټکنالوژۍ ریاست دوه آمریتونه لري

  • د شبکې آمریت
  • د هارډ ویر او سافت ویر آمریت

د یاد ریاست عمده دندې:

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو سافت وېرونو او پروژو د چارو د بهیر رهبري او کنټرول. همدازار کارکوونکو ته د غوره انترنټي خدمتونو وړاندې کول، د ټکنالوژیکي  وسایلو څخه  ساتنه او ترڅنګ یې  په دوامدار توګه د وزارت اړوندو څانګو ته د لازمو انترنټي آسانتیاوو رامنځته کول، د وزارت مرکزي او ولایتي برخو کې د شبکې له وضعیت څخه په سمه توګه ساتنه؛ ترڅو وکولی شو په معلوماتي او ټکنالوژیکي چارې مو کارکوونکو ته زیات سهولتونه رامنځته کړي.