د لوګر ولایت د کوچي قوم له یو شمیر مخورو سره کتنه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۰:۲۸
خبر

 

پنجشنبه ١٠جمادي الثاني١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي بررسي معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په داسې حال کې چې د کوچیانو چارو عمومي رئیس مولوي ګل زرین کوچي هم حضور درلود د لوګر ولایت د کوچي قوم له یو شمېر استازو او مخورو سره د هغوی د ستونزو د اورېدلو او حل په موخه وکتل.

په دې کتنه کې قومي مخورو په خپلو خبرو کې د څړ ځایونو، ښوونځیو او دیني مدرسو په اړه شته ستونزې او وړاندیزونه شريک کړل او ټینګار یې و کړ چې ا.ا.ا دې د کوچې ولس اساسي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

ورپسي د وزارت د سرحدي بررسيو معين الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي وویل: چې موږ ټول یو تن او یو وجود یو غوره دا ده چې د ا.ا.ا له اړوند ادارو سره په همغږۍ خپلو ټولو ستونزو ته په ګډه د حل لارې و مومو او خپل هېواد په هره برخه کې  بسیایني ته ورسوو.
نوموړي ژمنه وکړه چې ستونزې او وړانديزونه به یې د حل په موخه د ا.ا.ا له مسؤلو مقاماتو سره شريک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu