د قلعه ذال ولسوالۍ صالح آباد په سېمه کې قومي شخړه حل او په دوستي بدله شوه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۴:۴۹
Mobta

د کندز ولایت قلعه ذال ولسوالی د صالح آباد سیمې د دوو قومونو ترمنځ شخړه چې له امله یې یوتن په یاده شخړه کي قتل شوی وو د ددغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رایس مولو ي احسان الله ثاقب د علماء شورا اوحج اوقافو د غړو او قومي مشرانو په هڅو حل او دواړه قومونو روغې جوړې ته مخه کړه.

غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رایس ښاغلي ثاقب په خپلو خبرو کې وویل شخړه د حل لاره نه ده اوس الحمدالله ا.ا.ا د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د افغان ميشتو قومونو تر منځ د سولې او اخوت د فضاء په را منځته کولو توانېدلی چې د جګړو او شخړو پر ځای یی دا زمينه برابره کړي چې ټول ولسونه په سوله او ارامې کې ژوند وکړي، د نظام او هیواد د پرمختګ لپاره لاس سره ور کړي او ټول شته بدبېنيو او بدمرغيو ته د پاي ټکی کيږدي.

د ښاغلي ثاقب تر خبرو وروسته د شخړې دواړو لوریو دا ومنله چې جنګ جګړه بدمرغي را منځته کوي، د غونډې په پای کې دواړو لوریو يو بل ته په ورين تندي بښنه وکړه او د غونډې ګډون والو ته يې د بیا ځلې شخړې د نه کولو ډاډ ورکړ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu