د فیض آباد اړوند شغنان او شېوه ولسونو شوراګانو له غړو او د پاميري ځوانانو له ټولنې سره لیدنه!

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۹:۳۰
mobta

د بدخشان سفر:

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د شغنان او شېوه ولسونو شوراګانو او د پامیري ځوانانو له ټولنې سره ولیدل.

په دې لیدنه کې ټولو په وار سره خبرې وکړې او خپلې اړوند ستونزې او وړاندیزونه یې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریک کړل او همدا راز یې د وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې تل د ولسونو منځ ته ورغلي او د هغوی ستونزې یې د حل په موخه له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره شریکې کړې دي.

ورپسې ښاغلي صمیم په خپلو خبرو کې د سولې په ټینګښت او نظام په ملاتړ کې د قومي او ولسي شورا ګانو رول له ارزښته ډک وباله، دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

BACK TO NEWS

User account menu