د سرحدونو قومونو او قبایلو چارووزارت يوه پلاوي ميدان وردګ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د يوه باب روغتيايي کلينک پرانيسته وکړه
چهارشنبه ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷
د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالي تکانه سیمه کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو آمریت له لوري د ماشومانو د ملاتړ مؤسیسې په همکاري د یوه باب روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره د مسؤلینو له لوري د یوې غونډي په ترڅ کې کېښودل شوه.
په یاده جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي عنایت الله شجاع، د میدان وردګو ولایت والي الحاج مولوي خیرالله خیرخواه، د ګڼو ادارو مسؤلینو او ځايي خلکو ګډون کړی وو.
د دغه روغتيايي کلينيک د افتتاح په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معين ښاغلي شجاع او د ياد ولايت والي الحاج مولوي خير الله خير خوا وويل: د جلريز په تکانه سيمه کې د دغه ثابت روغتيايي کلينيک جوړيدنه يو مهم ضرورت و او دا د آبادي پر لور يو مهم ګام دی. دوی د ميدان وردګ د ولسونو هغه قربانۍ وستايلې، چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال يې تر سره کړې وې
