د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا نن په پکتيا ولایت کې لويه ولسي غونډه وشوه

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۵:۱۳
غونډه

پنج شنبه ۱۴/۴/۱۴۴۶

قومي مخورو د خپلو خبرو پر مهال له اسلامي امارته وغوښتل چې سیمه ییزې ستونزې ورته حل کړي او په اړه یې اقدامات تر سره کړي، دوی زیاته کړه چې د پکتیا ولایت ولسونو د اسلامي نظام د قیام لپاره قربانۍ ورکړې دي که اړتیا یې شوه بیا هم د اسلامي امارت تر څنګ درېږي.

همدا راز د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد وويل: ا.ا.ا د ولس خدمت خپل لومړیتوب ګڼي هڅه کوي چې د ولسونو ستونزې واوري او د حلولو په موخه یې کوټلي ګامونه واخلي، نوموړي زیاته کړه: نننی اسلامي نظام پر افغانان د الله ج له لوري یو لوی نعمت دی، دا د خوښۍ ځای دی چې د هیوادوالو ستونزې او منازعې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حل مومي.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي نيک محمد افغاني په خپلو خبرو کې په دې ټینګار وکړ چې د ولسونو کامیابي په اتفاق او همغږۍ کې ده، نوموړي زیاته کړه دا د شکر ځاى دی چې په هيواد کې ټول ولسونه د یووالي او اتحاد پر ټغر را ټول دي.

د غونډې په پای کې د وزارت د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي تسلیم الله حقاني زیاته کړه: د تيرې ادارې پر مهال د خلکو نوامس او عفت خوندي نه وو، نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې ددې نظام د ثبات لپاره اتحاد او یووالي اړتیا دی، دوی زیاته کړه: ولس ته ددې غونډې له لارې ډاډ ورکوو، چې حاکم نظام ستاسو هرې ستونزې ته متوجه دی او د حل هڅه یې کوي.

په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي نيک محمد افغاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آ جان رهبر، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسلیم الله حقاني، د پکتيا ولايت والي مولوي مهرالله حماد، محلي مسؤلینو، سلګونه دیني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو ګډون درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu