د تدارکاتو نوی رئیس معرفي شو

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۲۷
خبر

۱۱/۷/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د تهیه او تدارکاتو نوی ټاکل شوی رئیس مولوي حسین الله د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري له لوري د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د وزارت مسلکي مرسیتال ښاغلي قادري ټول مسؤلین تقوا او دیانت ته راوبلل او زیاته یې کړه چې هر مسؤل  څخه به د لاندې کسانو پوښتنه کېږي. هغه د نوي ټاکل شوي رئیس ستاینه وکړه او په چارو کې یې ورته د توفیق غوښتنه وکړه. 

ورپسې د دفتر رئیس ښاغلي تقي د مسؤلیت په اړه خبرې وکړې او ټاکل شوي رئیس ته یې مبارکي او په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه. 

د یادولو وړ ده چې د تهیه او تدارکاتو پخوانی رئیس سید امین آغا د وزارت د مالي چارو د رئیس په توګه وټاکل شو او له نوي رئیس سره یې په چارو کې د هر ډول همکارئ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu