د اچین ولسوالۍ څخه لیدنه ترسره شول.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ننګرهار ولایتي رئیس ښاغلي رحمت الله (غازی عمر) د اچین ولسوالۍ څخه لیدنه تر سره کړل، او وروسته يې د سیمي د قومي مشرانو، سپین ږیرو، علماء کرامو سره په غونډه کي ګډون وکړ. ښاغلي رحمت الله غازی عمر په خپلو خبرو کي د غونډي ګډونوالو ته وویل، موږ او تاسو د ډيرو ستړیاو څخه وروسته د هېواد د استقلال بریا ته رسیدلي یو، اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې ټول تر یوه اسلامي چترلاندي راټول شو، او ټول قومونه د هېواد په آبادولو کي لاسونه سره ورکړو. د سیمي قومي مشرانو ښاغلي غازی عمر ته ښه راغلاست ووایه او د هر نوع همکارۍ ډاډ يې ورکړ.