د افغانستان د ژورنالیستانو سراسري شورا، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اطلاعاتي او فرهنګي کړنې وستایلې!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن د افغانستان د ژورنالیستانو د سراسري شورا له ریس ښاغلي حفیظ الله بارکزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د ژونالیستانو د سراسري شورا ریس د بیان د آزادی او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ له قانون سره سم د وزارت اطلاعاتي او فرهنګي کړنې وستایلې.
ورپسې د وزارت ښاغلی مسلکي مرستیال ښاغلي حفیظ الله بارکزي ته د وزارت چاپ شوي کتاب ډالۍ کړ.
