خبرتیا:

khoram_admin
خبرتیا

په پلازمینه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د (رحمان بابا، خوشحال خان او پیرمحمد کاکړ) لیسو ته چې له کومو کسانو څخه د تېرې دوشنبې په ورځ ازموینه واخیستل شوه، خبر ورکول کېږي، تر څو چې یې نتایج د وزارت له رسمي ویب پاڼې او نورو ادرسونو نه وي نشر شوي له خپلو اصلي لیسو څخه دي خپلې سه پارچې نه اخلي، هر کله چې له خپلې نتېجې څخه مطمئین شول وروسته له هغه کولای شي د وزارت اړوندو لیسو ته ځانونه تبدیل کړي.
 
د یادونې وړ ده، هغه کسان چې د تېر امتحان په وخت کې ناسوب(غیرحاضر) و، تر راتلونکې یکشنبې د رمضان المبارک میاشتې تر (۱۸) مې نېټې دي په متفرقه ازموینه کې نوم لیکنې ته ځانونه حاضر کړي. 

له پورته ذکر شویو زده کوونکو څخه متفرقه ازموینه د راتلونکې دوشنبې په ورځ چې د رمضان المبارک میاشتې له (۲۲) نېټې سره سمون خوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د غونډو په تالار کې اخیستل کېږی.

خپرونې

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۵۹
Background image

د وچې ډوډۍ داوطلبي:

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د روټ او وچې ډوډۍ د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د تیلو داوطلبي:

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د دوه قلمه تېلو (پټرول او ډیزلو) د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د غوښې داوطلبي:

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د غوایي او مږه دوه قلمه غوښې د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغانیو . . .

خپرونې

User account menu