اسلامي امارت د ټولو پرګنو او قومونو ګډ کور او مشترک نظام دی

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۶ - ۱۵:۵۴
m

په لغمان کي ولسي غونډې ته د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست وزير وينا

۱۴۴۳/۷/۴ شنبه

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نور الله نوري صاحب د لغمان ولايت د غونډو په تالار کې ددې ولايت له قومي مخورو او علماوو سره وکتل

د ولايت مقام په نمايندګي مولوي فيض محمد فيضي  وزرير صاحب او ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه. ښاغلي فيضي وويل د لغمان ولس د تير ځل امارت پر مهال د محترم نوري صاحب د ولايت څخه ډير خوښ او راضي وو او شخصيت ته يې ځانګړی احترام او محبت لري. د  ولايت د قومي مشرانو او علماوو له جملې څخه په خپل نوبت ښاغلي حاجي نبي سرور، ښاغلي مولوي عبدالله فرقاني، ښاغلي حاجي جميل او قومندان عبدالعزيز د خپلو سيمو او قومونو په نمايندګي ويناوې وکړې او يو شمېر ستونزې يې شريکې کړې، ټولو  اسلامي امارت خپل ګډ نظام وباله او د عدالت، امن او رفاه او ترقي ته د اسلامي امارت ژمنتيا يې ددوئ تر لاسه شوی ارمان وباله.

m

او د نظام د تقويې لپاره د همکاريو وعده اود بقا او پايښت لپاره يې دعا وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کي د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي ملا نورالله نوري اسلامي نظام، اسلامي امارت او بې ساري امن د الله تعالی پيرزوينه او د ولس د بي دريغه قربانيو ثمره ياده کړه او زياته يې کړه چي دا نظام د ټولو پرګنو او ټولو قومونو مشترک نظام دی  په اسلامي نظام کي نه يوازي د انسانانو بلکه د حيواناتو او نباتاتو حقوق مشخص او خوندي دي.

د لغمان خلکو ته په خطاب کي يې وويل: ستاسو ستونزې زما ستونز دي، موږ ستاسو حکمرانان نه بلکه خادمان يو. زموږ دروازې مو تل پر مخ پرانيستې دي.

ښاغلي نوري صاحب د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت موخې او اهداف تشريح کړل او ولسونو ته يې ډاډ ورکړ چي سرحدونه خوندي دی.

اوس هيڅ اجنبی نشي کولای پرته له قانوني مجوز د افغانستان خاورې ته داخل شي.

غونډه په دعا سره پاي ته ورسيده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu