کندز کې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۴
کندز کې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه

 

پنجشنبه ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معين مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ، د یوه ملګري پلاوي په ګډون، نن په کندز ولایت کې د ولايتي ادارې د استازو په شتون کې له ديني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو سره د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه غونډه وشوه.

غونډې ته د سرحدي پلټنو معین ښاغلي جاع وویل: افغانستان د تېرو ناخوالو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو اوس دغه ستونزې پای ته رسېدلې دي. نوموړي له مسؤلینو وغوښتل، چې په اخلاص او محبت سره د ولس خدمت وکړي، له سختۍ ډډه وکړي، د اطاعت لار ونيسي. هغه زیاته کړه، چې د کندز خلکو د تېر امارت پر مهال له مجاهدینو سره ځانګړې مینه او ملاتړ درلود او اوس د دې وخت دی، چې د دغو خلکو د خدمتونو او قربانیو قدرداني وشي. ښاغلي شجاع همداراز له خلکو وغوښتل، چې د اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمانونو په عملي کولو او خپرولو کې خپله ونډه ادا کړي.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر د کندز خلک مجاهد پروره خلک ياد کړل او د هغوی قربانۍ يې وستايلې. نوموړي زیاته کړه، چې د محدودو امکاناتو په لرلو د زبرځواکونو ماتول د الله تعالی ستر نعمت دی، چې شکرانه یې د اسلامي نظام د احکامو منل او د يوه امیر اطاعت کول دي. هغه همدارنګه وویل، چې د شل کلن اشغال پر مهال علماء، طلباء، قاریان، قومي مشران او ګڼ شمېر ځوانان قرباني شوي او د هغوی د سرښندنو په پایله کې دا نظام رامنځته شوی، نو د نظام ساتنه او ورسره همکاري د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

د غونډې پرمهال قومي مشرانو د اسلامي نظام د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې د ولسونو د قربانیو او سرښندنو په پایله کې رامنځته شوي نظام د خلکو ګڼې ستونزې هوارې کړې، د اختطاف، ظلم، وژنو او بې‌عدالتۍ مخه یې نیولې او د ډلو ټپلو او زورواکو خپل‌سري یې مهار کړې ده. هغوی دغه راز د ډادمن امنيت په يادولو سره خپلې ستونزې او غوښتنې هم له مسؤلینو سره شریکې کړې او د حل لپاره یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

تخار کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ غونډه

یکشنبه ۲۰ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ولایتونو کې د شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه د خپلو غونډو په دوام، دا ځل په تخار ولایت کې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۵۲
Background image

بدخشان کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه پراخه غونډه جوړه شوه

شنبه ۱۹ جمادی‌ الاولی ۱۴۴۸

د بدخشان ولایت یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپین‌ ږیرو او عامو خلکو د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه په هغه پراخه غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په زابل کې د دوو کورنیو ترمنځ ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ ق

د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ د میدان سیمې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې روانه وه، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu