باميان کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې د حل ترڅنګ سمنګان کې څلور کلنه بدي پای ته ورسېده

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۲۴
باميان کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې د حل ترڅنګ سمنګان کې څلور کلنه بدي پای ته ورسېده

يکشنبه ١۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د باميان ولايت د مرکز اړوند سيمې دوه لويو قومونو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه، چې په پايله کې يې له يوه لوري څخه يو کس ټپي شوی و او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په سوله او ورورولي بدله شوه.

د دغه قومي شخړې د حل په موخه لومړی د قضیې له دواړو لورو سره ناستې وشوې او بيا له هغوی وغوښتل شول ترڅو د خبرو اترو له لارې روغې ته غاړه کېږدي، چې په همدې ترتيب دواړو خواوو دغه وړاندیز ومانه او د لیکلي واک په سپارلو سره یې جرګه کوونکو مشرانو ترمنځ په فيصلې کولو سره روغه جوړه ترسره کړه.

همداراز د سمنګان ولايت په حضرت سلطان ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يو عراده موټر پر سر د ځينو راپورته شويو جنجالونو له کبله د دواړو کورنيو د غړو ترمنځ د تېرو څلورو کلونه راهېسي يو لړ اختلافات روان وو، چې ښکېلې خواوې يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې وې.

د يادو ستونزو او مشکلاتو د هواري په موخه د سمنګان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ځايي اوسېدونکو په همغږۍ لومړی له طرفينو سره ناسته ترسره کړه او بيا يې د هغوی ترمنځ د يوې منصفانه پرېکړې په اساس حق حقدار ته وسپاره، چې په همدې سره يې تېر څلور کلن جنجالونه پای ته ورسېدل

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

لغمان کې د يو کلنې شخړې سربيره کنړ کې د دوو مرورو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

دوشنبه ١۹ صفر المظفر ۱۴۴۸

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر په مشري د قومي سپين ږيرو او متنفذينو په هڅو د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ  راپورته شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۸:۲۹
Background image

د بغلان ولايت په دهنه غوري ولسوالي کې له خلکو سره ولسي غونډه ترسره شوه

يکشنبه ١۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د بغلان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر مولوي احسان الله ثاقب د دغه ولايت د دهنه غوري ولسوالۍ په کچه یوه پراخه ولسي غونډه جوړه کړه، چې پکې د ياد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۱۵
Background image

خوست کې د ا.ا.ا د مشرانو په هڅو د درې لسېزو دوامدارې دښمنۍ پای وموند

يکشنبه ١۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست رئيس د شخړو د حل کمېسيون غړو او قومي مشرانو د ځايي خلکو په ملتيا د دغه ولايت په ځاځي ميدان ولسوالي کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu