په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې
سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸
د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
په ورته مهال د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هم د يوې ښځې او خاوند ترمنځ د طلاق له امله راپورته شوي ژور جنجالونه، چې د دوو کورنيو ژوند يې ترېخ کړی و او لوی مشکلات يې ايجاد کړي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په منځګړيتوب په داسې ډول هوار شول، چې د دواړو خواوو رضايت پکې موجود وو.
په يادو شخړو کې د ښکېلو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه، چې په وينا يې د دوی ترمنځ د سختو پېښو شويو ستونزو حل يې د شريعت په رڼا کې تر سره کړ او هېڅ ډول زړه بد والی پکې رامنځته نه شو.
